جوزف بورل د پاکستان له لومړي وزیر سره پر افغانستان خبرې کړې

1 میزان 1402 ساعت 8:35

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل د پاکستان له موقت لومړي وزیر عباس جیلاني سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل د پاکستان له موقت لومړي وزیر عباس جیلاني سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

بورل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره یې اسلام آباد کې لیدلي او افغانستان کې یې د مېرمنو او  نجونو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.
 
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول ویلي، په دغه لیدنه کې یې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ځانګړی تمرکز کړی دی.
 
هغه دا هم زیاته کړه، چې له جیلاني سره یې د جینوا کنفرانس کې د پاکستان د سېلونو د موضوع د تعقیب او له اقلمي بدلونونو سره د مبارزې په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 163983

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163983/

جمهور
  https://www.jomhornews.com