کرکټ: اسیا جام کې افغانستان او بنګله دېش نن لوبه لري

12 سنبله 1402 ساعت 10:33

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسیا د کرکټ جام سیالیو په چوکاټ کې په «ب» ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش له لوبډلې سره وکړي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسیا د کرکټ جام سیالیو په چوکاټ کې په «ب» ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش له لوبډلې سره وکړي.

د دوی سیالي د ماسپيښن په دوو بجو د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي شنبه مازېګر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ټیم یې په خپلو کمزورو برخو ډېر کار کړی او په پوره چمتووالي سره لوبې پيلوي.

شهیدي زیاته کړه«موږ له یو بل سره لوبې کړي. له هغوی سره مو یوه لوبلړۍ په دې وروستیو کې وکړه. او تر څنګ یې موږ د هر لوبغاړي ویډیوګانې ګورو. موږ یو بل ښه پېژنو. موږ د هر لوبغاړي ویډیوګانې جلا جلا ګورو. زموږ پلان به دا وي چې څنګه لوبه وګټو او بال په بال مخته لاړ شو او ورسره ښه کرکټ وکړو.»

بنګله دېش او افغانستان په لږ تر لږه دوو کلونو کې پنځه واره سره مخ شوي چې افغانستان دری پر دوه مخکې دی.

حشمت الله شهیدي وویل، چې د دې ماتو په لاملونو یې ډېر کار کړی او هڅه کوي چې بیا تېروتنې تکرار نه کړي.

افغانستان، بنګله دېش او سرېلانکا د اسيا کرېکټ جام په "ب" ګروپ کې او د هند، نيپال او پاکستان د کرېکټ لوبډلې د دغه جام په "الف" ګروپ کې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163490

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163490/

جمهور
  https://www.jomhornews.com