لغمان کې سېلابونو سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې  ده

11 سنبله 1402 ساعت 13:37

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.


د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.

سیمه ییزه چارواکو نن شنبې د وږي ۱۱ مه ویلي، تېره شپه د سختې ګلۍ او بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې په مرکز کې د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه ټپیان کړي او ۲۵ د استوګنې کورونه یې په مکمل او ځینې  یې لږ تخریب کړي  دي.
 
 د سیمه ییزه چارواکو په وینا دغه راز یادو سېلابونو په الینګار ولسوالۍ کې ۸۰۰ جرېبه کرنیز ځمکه له منځه وړې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 163457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com