کرکټ: د اسیا جام کې افغانستان سبا له بنګله دېش سره لوبه لري

11 سنبله 1402 ساعت 9:48

د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې به افغان لوبغاړي خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګله دېش سره د پاکستان په لاهور ښار کې وکړي.


د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې به افغان لوبغاړي خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګله دېش سره د پاکستان په لاهور ښار کې وکړي.

د دوه زره درویشتم کال اسیایي جام لوبې د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب د اګست په دېرشمه پیل شوي دي، چې د سپتمبر په اوولسمه به یې پایلوبه وي.

نن د دې جام یوه مهمه مسابقه ده چې هند به له پاکستان سره ولوبیږي.

د پنځوس اورونو په دې جام کې د اکثر کتونکو په باور ننۍ لوبه سخته ده، ځکه چې په اسیایي لوبډلو کې هند او پاکستان ته د ډیرو پیاوړیو لوبډلو په سترګه کتل کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 163451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com