مولوي عبدالکبیر: په کور د ننه د درملنې او روغتیايي خدماتو معیاري کول اړین دي

11 جوزا 1402 ساعت 12:11

د طالبانو د ریاست الوزرا څوکۍ کفیل مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا په کور د ننه د درملنې او روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو ټينګار کړی دی.


د طالبانو د ریاست الوزرا څوکۍ کفیل مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا په کور د ننه د درملنې او روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو ټينګار کړی دی.

کبیر دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او افغانستان د طیبي شورا له استازو سره کتنه کې کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په کور د ننه په روغتیايي او درمنلې برخه کې کار وشي او دغه چارې باید معیاري کړل شي تر څو هېوادوال بهر ته د درمنلې له تګ څخه خلاص شي.

په دغه ناسته کې د طبي شورا له خوا په جوړه شوې طرحه هم خبرې شوې او ویلي یې دي، چې د دغه طرحې د تصویب لپاره کار روان دی.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 161020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com