په تېره یوه اوونۍ کې ۹ زره افغان کډوال له ایران څخه را اړول شوي دي

7 جوزا 1402 ساعت 10:44

ایراني چارواکي وايي، تېره یوه اونۍ کې یې نژدې ۹۰۰۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.


ایراني چارواکي وايي، تېره یوه اونۍ کې یې نژدې ۹۰۰۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
 
د ایران دولتي تلوېزیون د خراسان رضوي ولایت د پولیسو د قومندان له خولې ویلي، دا کډوال په "ناقانونه" توګه ایران ته ور اوښتي وو.
 
هغه ویلي، دا کډوال د ایران له بېلابېلو سیمو راټول کړل شوي او په وینا یې د اړوند قانوني بهیر له بشپړولو وروسته یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ته سپارلی دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 160884

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160884/

جمهور
  https://www.jomhornews.com