۰

د عبدالکبیر او پاکستان د سفیر لیدنه: له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا مولوي عبدالکبیر کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظامی سره کتلي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.
د عبدالکبیر او پاکستان د سفیر لیدنه: له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو
د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا مولوي عبدالکبیر کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظامی سره کتلي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.
 
د طالبانو ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي دواړو لورو پر ځینو مسایلو خبرې اترې وکړې او عبدالکبیر ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان باید د سیمه ییز ترانزیټ او نورو اقتصادي برخو کې اړیکې پراخې کړي.
 
مولوي عبدالکبیر پاکستاني سفر ته دا هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د وېزو برخه او پاکستان کې افغان کډولوالو لپاره د تورخم او سپین بولدک پر دروازو د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
 
پاکستاني سفیر هم زیاته کړې، چې د دواړو لورو تر منځ سوداګري ښه شوې او د پراختیا لپاره به یې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
 
نظامي دا ډاډ هم ورکړی، چې دوی به د افغان کډوالو او افغانانو ته د وېزې برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره اقدامات تر سره کړي.
 
پاکستاني چارواکو په وار وار له افغان لوري سره هم په تېر کې او هم اوس کې ژمنې کړې خو یو ځل یې هم په خپلو ژمنو نه یوازې چې عمل نه دی کړی، بلکې هر ځل یې لا ستونزې پنځولې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي