۰

د کراچۍ له زندان نه له ۲ زره زیات افغان بندیان راوخوشي کړل شوي دي

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د پاکستان کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل سید عبدالجبار وايي، تر اوسه پورې د دوی په هڅو ۲۳۴۲ تنه افغان زندانیان چې د کراچۍ په زندانو کې بندیان و خوشي شوي دي.
د کراچۍ له زندان نه له ۲ زره زیات افغان بندیان راوخوشي کړل شوي دي
د پاکستان کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل سید عبدالجبار وايي، تر اوسه پورې د دوی په هڅو ۲۳۴۲ تنه افغان زندانیان چې د کراچۍ په زندانو کې بندیان و خوشي شوي دي.
 
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې د نورو زندانیانو د خلاصون لپاره هم هڅې کوي.
 
طالب جنرال کونسل ښاغلي حنفي ته دا ډاډ هم ورکړی دي، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره به د خدماتو رسولو کې پوره هڅه وکړي.
 
سلام حنفي هم ټينګار کړی، چې په نورو هېوادونو کې افغان استازولی باید تر خپل توانه پورې هڅه کوي، چې خپلو هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او ستونزو ته یې حل لار و مومي.
 
هغه دا هم ویلي، چې امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او نېکو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان استازولی باید د دغه ديپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
 
 جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي