د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سید نوید قمر سره لیدلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ورسره خبرې کړې دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د څلورمې اقتصادي غونډې په څنډه کې په تاتارستان کې شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنه کې د ترجیجی تعرفو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته کېدو باندې خبرې شوې دي.
دغه راز دواړو وزیرانو پر سیمه ییز اتصال او د هند بحر او دغه راز د جنوبي اسیا او ختیځ اسیا تر منځ په اتصال هم خبرې کړې او دې برخه کې یې د چمتوالي اعلان کړی دی.
د یادونې ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر تېره اوونۍ د روسیې او اسلامي نړۍ تر منځ څلورم اقتصادي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی وو.
جمهورخبري آژانس