۰

برېتانیا له افغانستان سره خپلې مرستې ۵۰ سلنه کمې کړې دي

پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۲
د برېتانیا په بهرنیو مرستو د څار کمېسیون وايي، دغه هېواد پر افغانستان خپلې مرستې ۵۰ سلنه کمې کړې دي.
د برېتانیا په بهرنیو مرستو د څار کمېسیون وايي، دغه هېواد پر افغانستان خپلې مرستې ۵۰ سلنه کمې کړې دي.
 
سرچینې نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه اعلامیه کې ویلي د دغو مرستو کموالی د بېلا بېلو برنامو په ځانګړي ډول د پولیو واکسین او ماین پاکۍ په برخو کې خنډونه او ځنډ رامنځ ته کړی دی.
 
راپور کې ویل شوي، چې برېناتیا په روان کال کې خپلې مرستې له ۲۴۶ میلیون پونډو څخه ۱۰۰ میلیون پونډو ته راښکته کړې ده.
 
دغه راپور کې زیاته شوې برېتانیا په دې ناڅاپي کمک کمونې سره نه شي کولی افغانستان کې چې له وړاندې د بشري ناورین سره مخ دی د مرستې کوم رول ولوبوي.
 
د دغه بنسټ کمیسار سر هیو بیلي ویلي، برېتانیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو برخه کې د پام وړ رول درلود خو اوس یې د مرستو کمول پر هغه برنامو چې د افغانستان خلک تر ګټمن کېږي ناوړه اغېز کړی دی.
 
دغه کمیسار د برېناتیا له حکومته غوښتي، چې د مرستو برخه کې له سره پاملرنه وکړي او د افغانستان د خلکو سره د مرستې په خاطر دغه هېواد کې خپل ديپلوماتیک حضور ته دوام ورکړي، تر څو د مرستو بهیر له نېږدې وڅاري.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي