ځايي سرچینې وايي، د نیمروز ولایت زندان کې دوه زندانیان هغه مهال مړه شوي، چې د مردارو اوبو څاه ته په زور کوز کړل شوي وو.
د دوی په وینا دغه زندانیان د طالب ساتونکو له خوا په زور اړویستل شوي، چې د فاضلابو څاه ته ښکته شي او بند نل خلاص کړي.
خو دواړه هلته ګاز نیولي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د دغه زندانیانو هویت معلوم نه دی او ځايي طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس