د پروان ولایت سیمییز مسوولین وايي،د دغ ې لویې لارې د بیارغونې کار له تاجکان سیمې څخه پيل شوی چې دیارلسمې ګالري پورې به پایته ورسېږي.
د طالبانو د پروان د والي مرستیال د سالنګ لویه لاره د هېواد یو له مهمو لارو ګڼي او وايي، د دغې لارې د بودجې له تصویبېدو وروسته به د هغې د پخولو چارې هم پيل شي.
د سالنګ لویه لاره نه یوازې هېواد له شمال سره نښلوي بلکې د ټرانزېټ لپاره هم یوه مهمه لاره ده.
پر دغه لارې تر ډېره د پاکستان ترانزېټي توکي مرکزي اسیا او له هغه ځایه بېرته پاکستان ته لېږدول کېږي.
جمهورخبري آژانس