۰

قطر د افغانستان د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي

چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د قطر د پراختیا صندوق د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې په اساس به یې قطر د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي.
قطر د افغانستان د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي
د قطر د پراختیا صندوق د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې په اساس به یې قطر د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي.

د دواړو لورو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې قطر به د هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، زابل، تخار، بغلان، میدان وردګ، پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو سره د درملو او صحي ابتدايي مراقبت مرستې کوي.

د قطر د مرستو اندازه نه ده ښودل شوې. اعلامیې کې ویل شوي چې دا درمل او صحي امکانات به د ولادي ناروغیو، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې او نویو زېږېدلیو ماشومانو د مرګ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د روغتیا سازمان به دغه راز د قطر په دغو مرستو سره د صحي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخو کې هم کار وکړي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي