د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پنځه کورنیو موسسو ترمنځ د ځوانانو لپاره د کار موندنې او په هېواد کې له اړمنو ماشومانو سره د هر اړخیزې مرستې په موخه یو کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه وزارت له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د یادو بنسټونو مسوولینو په دغه بهیر کې پر روڼتیا ټينګار وکړ او وې ویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ خپل خدمات پيل کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې اړو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابروي.
جمهورخبري آژانس