امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي

21 حوت 1401 ساعت 9:46

د سولې نړۍوال انسټېټیوټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه میاشت په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.


د سولې نړۍوال انسټېټیوټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه میاشت په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دې شورا غړي له افغان سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل په تړاو د نظر اختلاف لري او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د سرپرست حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښته کړې ده، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر یوه بل کاله وغځوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com