بلخ کې یو پخوانی نظامي له دوه وروڼو سره یو ځای طالبانو نیولي

21 حوت 1401 ساعت 9:41

ځايي خلک وايي، طالبانو بلخ ولایت کې یو پخوانی نظامي او د هغه دوه وروڼه نیولي دي.


ځايي خلک وايي، طالبانو بلخ ولایت کې یو پخوانی نظامي او د هغه دوه وروڼه نیولي دي.

نیول شوی نظامی محمد عزیز نومېږي او دوه ورځې وړاندې له خپلو دوه وروڼو سره یو ځای د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې وايي، نیول شوی نظامي د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د طالبانو د ګواښونو له امله یې د خپلې کورنۍ سره یو ځای مزارشریف ته کډه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر واک ته له رسېدو سره سم عمومي عفوه اعلان کړه، خو له هغې سره سره تر اوسه پورې لسګونه پخواني نظامیان د طالبانو له خوا وژل شوي او ګڼ شمېر نور نیول شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com