بغلان کې د ساسانیانو د دورې تاریخي اثار موندل شوي دي

21 حوت 1401 ساعت 9:36

ځايي طالب چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د ساسانیانو د دورې تاریخي اثار کشف او موندل شوي دي.


ځايي طالب چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د ساسانیانو د دورې تاریخي اثار کشف او موندل شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی ویلي، چې د سړک جوړونې کارکوونکو ۷۵ سکې او یوه کوزه چې د ساسانیانو تاریخي دورې دي، موندلي او تر خپل منځ یې وېشلې دي.

خو په وینا یې دوی له دغه کارګرانو سره خبرې اترې کړې او دغه تاریخي اثار یې ترې اخیستي دي.

د هغه په وینا دوی هڅه کوي، چې له خلکو ورته نورې سکې هم راټولې کړي او ټینګار یې کړي، چې هېڅوک حق نه لري، چې تاریخي اثار غلا او پټ کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com