طالبانو د پکتیکا د بکخېلو پخوانی امنیه قوماندان وژلی

11 حوت 1401 ساعت 11:11

راپورونه وايي، طالبانو د پکتیکا ولایت د بکخېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پخوانی قوماندان بدرالدین حیدري وژلی دی.


راپورونه وايي، طالبانو د پکتیکا ولایت د بکخېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پخوانی قوماندان بدرالدین حیدري وژلی دی.

د حیدري د کورنۍ نېږدې کسان وايي، طالبانو حیدري د سه شنبې په ورځ نیولی او پرون چهارشنبې یې وژلی دی.

د دوی په وینا کله چې بدرالدین حیدري د غلام خان بندر له لارې خوست ته راوښتی نو طالبانو نیولی او له ځان سره یې وړي، چې پرون یې وژلی دی.

حیدري واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم پاکستان ته اوښتی وو.

طالبانو هغه له مقاومت جبهې سره د اړیکو او دغه جبهې ته د پیسو د لېږد په تور نیولی او وژلی دی.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 158282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com