مجاهد:

کابل کې مو د داعشیانو په یوه مرکز چاپه وهلې

8 حوت 1401 ساعت 9:06

د طالبانو حکومت وايي،د کابل خیرخانې اړوند شهرک ذاکرین سیمه کې د داعشیانو پر یوه مهم پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې دوه داعشیان ووژل شول او یو بل ژوندی ونیول شو.


د طالبانو حکومت وايي،د کابل خیرخانې اړوند شهرک ذاکرین سیمه کې د داعشیانو پر یوه مهم پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې دوه داعشیان ووژل شول او یو بل ژوندی ونیول شو.

مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه عملیات پرون ماښام د امنیتي ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.

دی وايي،
په دې عملیاتو کې سپکه وسله او چاودېدونکي واسکټ هم نیول شوي دي.
مجاهد زیاتوي، د داعشیانو دې ډلې د تخریبي کړنو پلان درلود چې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شو.
 
طالبان وايي، په یادو عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com