۰

ترکیه او سوریه کې د زلزلې مړي تر ۲۸ زره کسانو واوښت

یکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۴
ترکیه او سوریه کې د تېرې اونۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس له ۲۸ زره کسانو اوښتی دی.
ترکیه او سوریه کې د تېرې اونۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس له ۲۸ زره کسانو اوښتی دی.

په دوی کې تر ۲۵ ډېر ترکیه او پاتې څه باندې ۳ زره وژل شوي.

که څه هم سیمې ته د بېلابېلو هېوادونو د ژغورنې ډلې رسېدلې خو ویل کېږي، چې د ژغورنې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

یوه ژغورونکي ویلي، د خوړو د کمښت له کبله د امنیت خرابېدو وېره شته.‌

سیمه ییزې رسنۍ وايي، په ځینو سیمو کې نژدې ۵۰ هغه لوټماران نیول شوي چې له وسلو په ګټه اخیستو یې لوټماري کوله.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هرڅوک چې قانون ماتوي، له بېړني ځواک به یې پر وړاندې کار واخیستل شي.

لا هم په ځینو سیمو کې تر خاورو لاندې اېسار کسان ژوندي را اېستل کېږي.

یو ماشوم له نژدې ۱۲۸ ساعتو وروسته ژغورل شوی دی. خو هیلې په کمېدو دي.

دې زلزلې دواړو هېوادونو کې سلګونه زره کسان بې کوره کړي هم دي اود مرستندویه ډلو پام هم پر هغو کسانو دی چې خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، په ترکیې او سوریې کې اوس شاوخوا ۹۰۰ زره کسان ګرمو خوړو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو مشر ویلي، یوازې دوه مرستندویه کاروانونه په سوریې کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو ته رسېدلي دي.

نوموړي د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه چې مرستې ټولو ته ورسیږي.

مرستندویه ادارې چې د سوریې په شمال لویدیځ کې زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ مرستې رسولو هڅه کوي له ترکیې نه سوریې ته د لا زیاتو پولو د پرانیستو غوښتنه کړې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي