سیمه ییز اوسېدونکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدلي، چې له امله یې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا دا پېښه د سلواغې د ۱۰ مې په شپه د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ په قوریغ کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د دوی په وینا په پېښه کې د یادې کورنۍ څلور غړي مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د خلکو په وینا د چت د لوېدو لامل د زیاتې واورې ورښت وو.
د یادوې ده، چې دوه ورځې وړاندې کونړ کې هم د یوه کور چت لوېدلي و، چې مرګ ژوبله یې درلوده.
جمهورخبري آژانس