د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې د هرات د امنيتي خبرو اترو لسمه غونډه به نن په تاجکستان کې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انستېتیوټ پر ټویټر پاڼه ليکلي د هرات د امنيتي خبرو اترو لسمه غونډه به نن او سبا چهارشنبه د لیندۍ ۸ مه د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړه شي.
سرچینې زیاته ړې، د تېرو کلونو د تګلارې پر بنسټ، سږ کال به هم د افغانستان په شخړه کې د ښکېلو او لېوالو هېوادونو کارپوهان او استازي دغه کنفرانس ته راوبلل شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د هرات د امنيتي کنفرانسونو د لړۍ اصلي موخه په افغانستان کې د ۵۰ کلنې جګړې د اصلي لاملونو په اړه د لا ښه پوهاوي په موخه د خبرو اترو فضا رامنځته کول دي او هڅه کېږي څو د هېواد، سیمې او له سیمې ورهاخوا د شنونکو او پالیسي جوړوونکو ترمنځ فکري اجماع رامنځته شي.
په دې غونډه کې به يو شمېر نظامي کارپوهان هم برخه واخلي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورخبري آژانس:کابل