۰

‏عزیزي: ایراني سوداګر دې افغانستان کې پانګونه وکړي

یکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۱
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ګاونډي هېواد ایران له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کابل کې لیدنه کړې ده.
‏عزیزي: ایراني سوداګر دې افغانستان کې پانګونه وکړي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ګاونډي هېواد ایران له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کابل کې لیدنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د صنایع او کانونو د استخراج برخو کې د ایراني سوداګرو او پانګوالو د پانګونې پر څرنګوالي خبرې کړې او د هغوی پلانونه او برنامه یې اورېدلې دي.

ښاغلي عزیزي کابل ته د ایراني پانګونو له راتګ څخه مننه کړې ویلي یې دي، چې ایران د افغانستان یو له نېکو او دوستو ګاونډیانو دی او د افغانستان د اسلامي امارت غېږ د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر مخ خلاصه ده او هڅه کوي، چې د پانګونې زمینې ورته برابرې کړي.

د سوداګرۍ سرپرست وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان د کانونو او فرصتونو لرونکی هېواد دی او پانګوال کولی شي په بېلا بېلو برخو کې په ډاډه زړه سره پانګونې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له ایراني پانګوالو د افغانستان ملاتړ اعلان کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې په دې برخه کې همکار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي