د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، ډېری افغان قاضیانې او مدافع وکیلانې اوس له خپلو وړتیاوو کار نه اخلي او د خپلو اولادونو په خاطر د خوړو برابرولو لپاره د مرستې لاس اوږدوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن امیري نن پنشنبې د لیندۍ ۳ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، یو کال وړاندې طالبانو په افغانستان کې د مدافع وکیلانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه.
دا وايي، په دې کار سره اوس ښځې له دې بې برخې شوي چې قانون ته لاسرسی ولري او ډېرې ښځینه قاضیانې او مدافع وکیلانې اوس دې ته اړې شوي چې د خپلو مهارتونو د کارولو پر ځای د خپلو ماشومانو لپاره د ډډوۍ برابرولو لپاره سوال وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل