خلیلزاد وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او په دې ډول په راتلونکې کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې د ترکیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي اندېښنه ښودلې، چې که حالت همداسې روان وي، د افغانستان تاریخ ته په کتو، د کړکېچ لمن بیا پراخېدلی شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د نجونو د زده کړو پر بندیزونو هم اندېښنه ښودلې ده.
خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو شوې تېروتنې دې بیا نه تکراروي او د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته دې زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل