۰

کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي

سی شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.
کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه چاودنه تېره شپه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پروان سه په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر شوې او دوه تنه سورلي په کې وژل شوي، چې هویت یې تر اوسه معلوم نه دی.

د کابل د پولیسو ویاند وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي