۰

د امریکا په یوه نایټ کلب برید، ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د امریکا د کلوراډو په ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په یوه کلب کې د وسله وال برید له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا په یوه نایټ کلب برید، ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا د کلوراډو په ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په یوه کلب کې د وسله وال برید له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرو د کلوراډو ایالت په سپرینګ سیمه کې شوې، چې په کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د کلوراډود پولیسو یوې مشرې پمیلا کاسترو ویلي، برید د کلب کیو په نامه نایټ کلب کې دننه شوی دی.

هغې زیاته کړې، یو کس، چې ګومان کېږي برید ګر دی، نیول شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې د همجنسبازانو په نایټ کلب کې برید کېږي، تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په سیمه کې په یو نایټ کلب کې په برید کې ۴۹ تنه ووژل شول.

پولیسو دا بریدګر بیا په ډزو وواژه او هغه مهال دا په امریکا کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي