۰

بدخشان کې زلزله شوې، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته

دوشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۵
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت نسبتآ شدیدې زلزلې لړزولی خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته دي.
بدخشان کې زلزله شوې، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت نسبتآ شدیدې زلزلې لړزولی خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زلزلې نن دوشنبې د لړم ۱۶ مه څه باندې ۹ بجې د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ کې شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د دې ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د شدیدې زلزلې راپور ورکړل شوی. تر دې مهاله د دې زلزلې د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دی ورکړل شوي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې مرکز د رېښتر په کچه د ۵٫۴ زلزلې راپور ورکړی او مرکز یې د دې ولایت په جرم ولسوالۍ کې ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي