۰
امریکا:

دوحه کې له طالبانو سره د ښوونځیو پر خلاصون هم خبرې کوو

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی استازي به دوحه کې له طالب چارواکو سره افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم خبرې وکړي.
دوحه کې له طالبانو سره د ښوونځیو پر خلاصون هم خبرې کوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی استازي به دوحه کې له طالب چارواکو سره افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت تایید کړې، چې د توماس وېسټ په مشرۍ امریکايي پلاوی چې د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د ادارې مرستیاله ماریا لونګي او د امریکا د مالیې وزارت د جنرال قنسول مرستیال ادار لیو هم ګډون لري دوحې ته رسېدلی دی.

د دغه وزرات یوه ویاند ویلي، طالب چارواکو سره به لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري حقونو، له خطر سره د مخ کسانو په خوندي وتلو او د نجونو د ښوونځیو د وتلو په ګډون په افغانستان کې پر خپلو علایقو تمرکز ولري.

دغه ویاند وايي، دا هدفونه د انزوا په سیاست سره نشي‌ ترلاسه کېدای خو دغو تعاملاتو ته باید طالبانو او یا هم د هغوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو په توګه ونه ګڼل شي.

دغه امریکایي پلاوی به همدارنګه د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستو په څرنګوالي هم بحث او خبري اتري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي