۰

د کجکي اوبو بند برښنا له کندهار ښار سره وصل شوه

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا لاین رغولو چارې بشپړې شوې.
د کجکي اوبو بند برښنا له کندهار ښار سره وصل شوه
سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا لاین رغولو چارې بشپړې شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه برېښنا لاین د رغولو چارې، څه باندې دوې میاشتې مخکې پیل شوي وې چې نن چهارشنبه د چنګاښ ۸ مه بشپړه شوې.

د کندهار د والي دفتر وايي، د کجکي فابریکې څخه تر کندهار برېښناکوټ پوري نوی لاین، انسلیټران، براکټونه او پایې د ۱۷۰ کلیومتره په واټن د ۶۱ کاري ورځو په بهیر کي بشپړ شو.
 
د دغه دفتر څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروژې ټول لګښت ۲۷۲ میلیونه افغانۍ راغلی دی.
 
کندهار ښار ته پر داسې مهال د کجکي برښنا وصلیږي چې خلک د برښنا نشتوالي له امله له سختې ګرمۍ سره مخ و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي