د نارینه او ښځینه دیني عالمانو او مدني فعالانو غوښتنه:

اسلام کې نارینه او ښځینه دواړه رول لري موږ ته هم د علماو غونډه کې برخه راکړی

7 سرطان 1401 ساعت 11:42

د افغانستان یو شمېر نارینه او ښځینه دیني عالمانو او مدني ټولنو استازو د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په جوړېدونکې غونډه کې دوی ته هم برخه ورکړي.


د افغانستان یو شمېر نارینه او ښځینه دیني عالمانو او مدني ټولنو استازو د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په جوړېدونکې غونډه کې دوی ته هم برخه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نارینه، ښځینه دیني عالمانو او د مدني ټولنې استازو نن سه شنبې د چنګاښ ۷ مه کابل کې د یوه خبري کنفرانس کې د علماو جوړېدونکو غونډې په اړه خپلې اندېښنې بیان کړې.

د غونډې ګډوانولو نارینه او ښځینه دیني عالمانو ویل، چې په اسلام کې نارینه او ښځینه دواړه مهم رول لري نو ځکه دوی له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د هېواد په کچه د دیني عالمانو په جړېدونکو غونډه کې دوی ته هم برخه ورکړي.

د غونډې برخوالو د یوه پنځه مادیز پرېکړه لیک په صادرلو د جوړېدونکو غونډې ملاتړ وکړ خو ټینګار یې دا وو، چې ښځینه دیني علماوو او د مدني ټولنې استازو ته هم باید په دې غونډه کې برخه ورکړي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي و، چې د افغانستان ښځو که څه هم په جګړه کې برخه نه درلوده خو تر ټولو زیاته قرباني دوی ورکړې او دا یې حق جوړېږي، چې د هېواد په کچه د مسایلو په اړه غونډو او خبرو کې باید حق ورکړل شي.

د دوی په وینا یوه ټولنه کې د اسلامي نظره د نارینه او ښځینه دواړو رول خورا مهم دی او افغان مېرمنې په هره برخه هغه کې دیني علم دی، که سیاسي، اجمتاعي او یا هم اقتصادی دی وړ اسعتدانونه او وړتیا لري نو ځکه له اسلامي امارت څخه غواړي، چې ټولو اقشارو ته په کې برخه ورکړي.

په پرېکړه لیک کې پر نړیواله ټولنه هم غږ شوی و، چې په دغه غونډه کې ښځینه علماوو او مدني ټولنې ته د ګډون زمینه برابره او مالي امکانات یې ورکړي.

دا نارینه او ښځینه دیني عالمان او د مدني ټولنې استازي پر داسې مهال خپلې غوښتنې مطرح کوي، چې ټاکل شوې سبا چهارشنبې د چنګاښ ۷ مه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د هېواد په کچه د دیني عالمانو او قومي مخورو غونډه جوړه کړي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند وايي، د دغه غونډې جوړېدل د دیني عالمانو غوښتنه وه، چې د اسلامي امارت د مشر له خوا هم تایید او جوړه به شي.

که څه هم ښاغلي مجاهد د غونډې جوړېدو او اجنډا په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ځینې سرچینې تاییدوي، چې دغه غونډې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۳ زره دیني عالمانو او قومي مخور را غوښتل شوي دي.

ځينې سرچینې وايي، د غونډې لپاره تدابیر روان دي، او مشري به یې د رییس الوزا مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي او د دارالنشآ مشر یې د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې غونډه سبا چهارشنبې د چنګاښ ۷ مه پیلېږي او درې ورځې به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com