د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره تلېفوني اړیکه کې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي وانګ يي ښاغلي متقي ته و ویلو چې هېواد یې د افغانستان او چین تر منځ د الوتنو بیا پیل ته ژمن دی.
دغه راز وانګ يي ویلي، افغان سوداګرو ته د چین د وېزو ورکړه به هم له سره پیل شي.
بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
چین هڅه کوي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره ښې اړیکې ټینګې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پیکنګ تر اوسه پورې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
جمهورخبري آژانس:کابل