د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه یوه مهمه غونډه کړې او د ډبرو سکرو د وارداتو د زیاتولي غوښتنه یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شریف دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دې ناسته کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د لېږد چارو د ښه کېدو پر څرنګوالي بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، لومړی وزیر ته وویل شول چې په لومړي ګام کې له افغانستانه یوازې د ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) برېښنا فابریکو د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شي.
شریف د د اورګاډو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه د وارېدېدونکو سکرو د ژر رسېدو ډاډمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
دغه راز نوموړي له افغانستانه د سکرو د وارداتو چټکېدو لپاره د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د ټولو اړوندو چارواکو د یوې کمېټې د جوړېدو لارښوونه هم کړې ده.
همدارنګه شهباز شریف دا سپارښتنه هم کړې، چې له افغانستان څخه دې د ډبرو سکار د ډالرو پر ځای په کلدارو واخستل شي، چې په وینا یې دا به ملک کې د بیو په کنټرول کې هم مهم رول ولري.
پاکستان چې دمګړۍ په کې د تېلو او برېښنا بیې په بې سارې توګه لوړې دي، هیله من دی چې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات به ورسره ارزانه برېښنا ته لاسرسي کې مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل