۰

اسدالله هاروان له ګوانتانامو زندانه راخوشی شو

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
افغان حکومت د امریکا له ګوانتنامو زندان څخه د پاتې دوو تنو بندیانو له جملې څخه د یو افغان بندي د را خوشي کېدو خبر ورکړ.
اسدالله هاروان له ګوانتانامو زندانه راخوشی شو
افغان حکومت د امریکا له ګوانتنامو زندان څخه د پاتې دوو تنو بندیانو له جملې څخه د یو افغان بندي د را خوشي کېدو خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسدالله هارون په نوم یاد افغان بندي د اسلامي امارت په هڅو له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل به نتیجه کې را خوشي شو.

اعلامیه کې ویل شوي، نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګواننتامو څخه اسدالله هارون را خلاص او کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږي.

افغان حکومت د یاد بندي د را خلاصولو په برخه کې له قطر څخه د اسانتیاو بربرولو په برخه کې مننه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نورو هیوادونو له زندانونو څخه هم د افغانانو را خلاصولو لپاره له یادو هیوادونو سره د دوی خبرې روانې دي.

په ورته وخت د اسدالله هارون ورور رومان خان چې د خپلې کورنۍ سره په پیښور کې په مهاجرت کې ژوند کوي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته د جمعې په ورځ د هغه د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی دی.

رومان خان د خپل ورور هارون د خوشې کیدو په غبرګون کې ویلي چې، د هغه پر ضد تورونه غلط وو او د هغه خوشې کیدو ثابته کړه چې هغه بیګناه و، خو څوک به د هغه د ژوند تللي کلونه بیرته راوګرځوي.

خو یو شمېر امریکايي سناتورانو د دغه بندي د خوشي کېدو سره مخالفت ښودلی او دا یې د امریکا یو غیر مسوولانه اقدام بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي