۰

له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ چټکه شوې، د پنځو هېوادونو مرستې رارسېدلې

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
په داسې حال کې، چې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو او ټپیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، د نړیوالو د بشري مرستو لړۍ هم چټکه شوې ده.
له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ چټکه شوې، د پنځو هېوادونو مرستې رارسېدلې
په داسې حال کې، چې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو او ټپیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، د نړیوالو د بشري مرستو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر اوسه پورې، د هند، ایران، متحده عربي امارتو، قطر او پاکستان مرستې رارسېدلې، چې ځینې یې په زلزله ځپلو وېشل شوې هم دي.

دغه راز، چین، امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو او بسټونو هم د مرستو ژمنه کړې وايي، دوی د مرستو رسولو په همغږۍ بوخت دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.

بل خوا د متحده عربي اماراتو خبري آژانس راپور ورکړ، چې دې هېواد ۳۰ ټنه د مرستې مواد چې خواړه او نور د اړتیا وړ مواد په کې بار وو، پرون افغانستان ته ولېږل.

په ورته وخت د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي په بشري مرستو بار د ایران درېیمه الوتکه چې خواړه، درمل او جامې په کې دي، پرون د خوست هوايي ډګر ته ورسېدله.

همداراز له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې چې په کې خیمې، کمپلې، درمل او نور شیان شامل دي.

بل خوا د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرې لیزټرُس پرون له افغانستان سره د ۲،۵ میلیون پونډو بېړنۍ مرسته اعلان کړ ه او ټایوان هم د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د یو میلیون ډالرو، مرسته اعلان کړې ده.

افغانستان ته دا مرستې داسې مهال رارسېږي چې د طالبانو چارواکي وايي، په دې زلزله کې لږترلږه ۱۱۵۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي، چې د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي محمد ایو یا ویلي، په دې سخته زلزله کې همداراز نږدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې تېرې چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و.
دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.

د دې زلزلې ټکانونو پرون جمعه د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې یوځل بیا پنځه کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپان کړل.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي