۰

د هند د سیکانو مذهبي مشر کابل کې د سیکانو ګورداور رغوي

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۷
د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه.
د هند د سیکانو مذهبي مشر کابل کې د سیکانو ګورداور رغوي
د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بالجیت سېنګ د هند له حکومته غوښتي، چې کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکانات وسنجوي.

بالجیت سېنګ ویلي، که حکومت کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکان برابر کړي حاضر دي چې د کارته پروان ګوردواره بیاورغوي.

د یادونې ده، چې د کابل په کارته پروان کې د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي