۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو په اړه غونډه کوي

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د آزادۍ د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د آزادۍ د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  شورا ویلي، غونډه کې به په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه بحث وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي، د دې بحث غوښتنه پرون ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي.

د یادونې ده، چې نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی.

فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي