۰

کابل او مسکو د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۷
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او صنایعو خونې او د روسیې د سوداګرۍ د همکارۍ شورا د کابل او مسکو تر منخ د سوداګریزه اړیکو د پراخولو تړون لاسلیک کړ.
کابل او مسکو د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او صنایعو خونې او د روسیې د سوداګرۍ د همکارۍ شورا د کابل او مسکو تر منخ د سوداګریزه اړیکو د پراخولو تړون لاسلیک کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا تړون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ شورا دا تړون په همدې روانې اوونۍ کې د روسیې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې لاسلیک کړ.

دا تړون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ادارې مرستیال یونس مهمند د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ د شورا مشر دمیترې انتانوف سره لاسلیک کړ.

دواړه لوري وايي، غواړي چې د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې او آن سیمه ییز صادارت او واردات قوي کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ادارې مرستیال یونس مهمند ویلي، روسیه دې ته لیواله ده چې سیمه ییزه سوداګري پراخه شي.

نوموړي زیاته کړې، له همدې کبله یې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د اقتصادي فورم په یوې فرعې غونډې کې د ایران سره هم اوږدمهال تړون لاسلیک کړ.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږی، چې روسیه او په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت د امریکا او اروپایي هیوادونو د جدي اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي