۰
د تېرې شپې زلزلې تلفات:

​​​​​​​د شهیدانو شمېر ۹۲۰ تنو ته ورسېده، بسته بسته کلي تر خاورو لاندې شوي

چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۱
د اسلامي امارت د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي، پکتیکا او خوست کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر تر ۱۶ سوه تنو واوښت.
​​​​​​​د شهیدانو شمېر ۹۲۰ تنو ته ورسېده، بسته بسته کلي تر خاورو لاندې شوي
د اسلامي امارت د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي، پکتیکا او خوست کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر تر ۱۶ سوه تنو واوښت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت چارواکو نن چهارشنبې د چنګاښ لومړی نېټه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دغه زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو، زیانونو او له هغوی سره د مرستو په اړه معلومات ورکړل.

د یادو وزارت مرستیال مولوي شریف الدین مسلم په دغه خبري غونډه کې و ویل، د تېرې شپې د زلزلې له امله د پکتیکا په نکه، برمل، ژېړوک او ګیانې ولسوالیو، د خوست سپېرې ولسوالۍ او د ننګرهار اچین کې خلکو ته ځاني او مالي زیاتونه اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه سیمو کې د زلزلې له امله تر اوسه پورې د ۹۲۰ تنو شهیدانو او دغه راز د ۶۱۰ ټپیانو راپورونه را رسېدلي دي، خو په وینا یې ښايي دا شمېره زیاته شي.

د هغه په وینا د دې تر څنګ سلګونه کورونه نړېدلي او خلکو ته درانده مالي زیانونه هم اوښتي دي.

که څه هم نوموړي ټینګار وکړ، چې د تخریب شویو کورونو په اړه د دوی دقیق معلومات نشته، ځکه چې په ځینو سیمو کې مکمل کلي له منځه تللي دي، خو په وینا یې سیمې ته پلټونو ټیمونه رسېدلي او وروستي جزیات به له رسنیو سره شریک کړي.

ښاغلي مسلم زیات کړه، چې د پېښو سره د مبارزې ادارې د ټولو اړوندوه ارګانونو سره په همغږۍ او ګډه د هر شهید د کورنۍ لپاره یو لک نغده افغانۍ او له هر ټپي سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دا یوازې د دوی د اوښتې مرګ ژوبلې لپاره مرسته او هغه د زیانونو په اړه چې کورونه یې نړېدلي او یا یې هم څاروي تلف شوي د مرستې په خاطر به په بېړه تصمیم ونیول شي.

د مسلم په وینا چې اسلامي امارت په خپل ټول توان له ځپل شویو کورنیو سره د مرستې خاطر چمتوالی لري خو دا چې زیان زیات دی نو دوی ځکه له نړیوالو مرستندویه ټولنو غوښتي، چې خپلې بېړنۍ مرستې وکړي.

ده د مرستو په اړه و ویل، چې تر اوسه پورې ایران او پاکستان د مرستو ژمنه کړې او دوی تمه لري، چې نور هېوادونه هم مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي مسلم و ویل، چې د زلزلې تر څنګ د هېواد په ۸ ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم خلکو ته مالي او ځاي زیانونه اړولي دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ۸ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۱ نفرو د وژل کېدو او ۵۰ نور د ټپي کېدو راپورونه رسېدلي دي.

د دې تر څنګ نوموړي و ویل، چې د سېلابونو له امله ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي، ۳۵۰۰ جرېبه ځمکه تخریب شوې او دغه راز ۱۰۰۰ څاروي تلف شوي دي.

دی وایي، دغه زیانمنو شویو کورنیو ته هم د زلزله ځپلو کورنیو په شان د هر شهید کورنۍ ته یو لک افغانۍ او ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي.

مولوي شرف الدین مسلم د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر نړیوالو غږ وکړ، چې له زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي