زابل: په ترافیکي پېښه کې پنځه تنه وژل شوي دي

29 جوزا 1401 ساعت 11:17

سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۲۸ مه د زابل ولایت مرکز ته نېږدې نورک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وایي، پېښه د یوه فیلډر موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د روغتیا د رییس په وینا ټپیان د زابل ولایت روغتون ته وړل شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com