۰

کرکټ: افغانستان له زمبابوې دویمه ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې له ملي لوبډلې څخه دویمه شل اوریزه لوبه د ۲۱ منډو په توپیر سره وګټله.
کرکټ: افغانستان له زمبابوې دویمه ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې له ملي لوبډلې څخه دویمه شل اوریزه لوبه د ۲۱ منډو په توپیر سره وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۲ مه ماسپښین ۳:۳۰ بجې د افغانستان له خوا په توپ وهنې سره پیل شوه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالي لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه، چې په کې نجیب الله ځدراڼ ۵۷ او محمد نبي ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د زمبابوې لوډلې پیل ښه و خو په وروستیو کې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ونه توانېدل چې ښه توپ وهنه وکړي.

زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۵۰ منډې وکړې او دغه لوبه افغان لوبډلې ترې د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.

د افغان توپ اچوونکو له خوا فضل الحق فاروقي ښه ولوبېده او په ۴ اورنو کې یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه واخیسته او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د یادونې ده، چې دا له زمبابوې دویمه ۲۰ اوریزه لوبه ده، چې افغان لوبډله یې ګټي.

د دغه لړۍ درېیمه لوبه سبا سه شنبې د غبرګولي ۲۴ مه د زمبابوې په هرارې لوبغاړي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۳ نیمې بجې پیلېږي.

باید و ویل شي، چې افغان لوبډلې تر دې لړۍ وړاندې د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ هم درې صفر له زمبابوې ګټلې او د ۲۰۲۳ نړیوال جام غواړي لپاره یې ۳۰ نورې نمرې هم خپلې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي