۰

امریکا: یوه وسله والو د زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژلي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۴
امریکا کې یوه ځوان هلکه په یوه ښوونځي کې پر خلکو ناتار ډزې کړې، چې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ تنه په کې وژل شوي دي.
امریکا: یوه وسله والو د زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژلي
امریکا کې یوه ځوان هلکه په یوه ښوونځي کې پر خلکو ناتار ډزې کړې، چې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۳ مه د امریکا د تکساس ایالت د یوالدي ښارګوټي د روب ابتدایي ښوونځي کې رامنځ ته شوې.

د تکساس والي ګریګ ابوټ وايي د سلوادو راموس په نامه یو ۱۸ کلن ځوان د دغه ایالت په یو لومړني ښوونځي کې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژلي دي.

د هغه په وینا بریدګر په ویرونکي او ناپېژانده شکل له خپل موټر څخه په ښکته کېدو له وسلې سره د یوالدي ښارګوټي د روب ابتدایي ښوونځي ته ننوتلی او پر زده کوونکو یې ډزې کړې دي.

ګریک ویلي، ګمان کېږي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پيښې په وړاندې غبرګون کې ویلي، پکار ده چې هېواد د وسلو د لابي په وړاندې ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي