کابل کې په ۷ تنو غلو او شراب خوړونکو شرعي حد جاري شو

1 ثور 1401 ساعت 10:43

د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې تایید کړه، چې کابل کې د غلا او شرابو د پلور او خوړولو په جرم په ۷ تنو حد جاري شو.


د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې تایید کړه، چې کابل کې د غلا او شرابو د پلور او خوړولو په جرم په ۷ تنو حد جاري شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سترې محکمې زیاته کړې، چې پرون چهارشنبې د وري ۳۱ مه د کابل ابتدایه محکمه کې ۷ تنه د غلا، شرابو پلورلو او خوړلو په جرم هر یو ۳۵ دور محکوم شول.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تورنو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوه.

دا له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته رسېدلي دي، لومړی ځل دی چې په جرم تورنو کسانو ته دا ډول سزا ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149876

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149876/

جمهور
  https://www.jomhornews.com