ا.ا ته د امریکا خبرداری، د ښوونځیو بند پاتې کېدل به ناوړه پایلې ولري

27 حمل 1401 ساعت 10:54

امریکا د افغانستان اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی، چې له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل به د دوی او افغانستان له پاره ناوړه پایلې ولري.


امریکا د افغانستان اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی، چې له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل به د دوی او افغانستان له پاره ناوړه پایلې ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې طالبان باید له شپږم پورته نجونې زده کړو ته پرېږدي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس ویلي، د طالبانو له لوري له شپږم پورته د ښوونخیو په تړل کېدو سره میلیونه افغانان له زده کړو نا هیلي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا کار د طالبانو د کړې ژمنې خلاف عمل دی او بل دا چې کله د یوه هېواد نیمايي وګړي له زده کړو بې برخې وي، په هغه صورت کې نه شي کېدای، چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وشي.

ندپرایس ویلي، امریکا او نړیوال متحدین یې د افغانستان د پوهنې او زده ګړو له برنامو ملاتړ کوي او له طالبانو غوړاي، چې د خپلې ژمنې سره سم د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی، چې د ښوونځو د بند پاتې کېدو دوام به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري، خو دا چې ناوړه پایلې به څه وي، جزیات یې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې ډاډ څرګند کړی، چې په نېږدې راتلونکې کې به د نجونو ښوونځي خلاص شي، خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149687

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149687/

جمهور
  https://www.jomhornews.com