اسلامي امارت د نیویارک ټایمز راپور رد کړ

25 حمل 1401 ساعت 12:10

د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي و، طالبانو له عفوې سره سره تر ۵۰۰ پورې پخواني امنیتي کسان وژلي دي.


د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي و، طالبانو له عفوې سره سره تر ۵۰۰ پورې پخواني امنیتي کسان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز دوه ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ او په کې ویلي یې و، چې طالبانو له واک ته رسېدو او عفوې وروسته هم د مخکني حکومت ۵۰۰ امنیتي کسان او ملکي کارکوونکي وژلي دي.

خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،د پخوانیو امنیتي کسانو د وژنو په اړه د نیویارک ټایمز راپور حقیقت نه لري او مغرضانه ده.

ښاغلي مجاهد په ټينګار سره ویلي، د اسلامي امارت لخوا عمومي عفوه شوې، هېڅ مجاهد حق نه لري له چا څخه انتقام واخلي.

د ښاغلي مجاهد په وینا نیویارک ټایمز هڅه کوي په داسې بې بنسټه راپورونو سره د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ و پاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com