امریکا افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې د نظامي اډو په لټه کې ده

17 حمل 1401 ساعت 9:20

امریکايي پوځي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی افغانستان ته په نېږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.


امریکايي پوځي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی افغانستان ته په نېږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک د امریکا د سنا ددفاعي کمېسیون غړو ته په خبرو کې کړې ده.

کلارک زیاته کړې، که څه دوی لا هم په افغانستان کې د دې جوګه دي چې ترهګرې ډلې تعقیب کړي خو تر هغه وروسته چې ځواکونه یې له افغانستان وتلي نو د یادو ډلو د څارلو وړتیا یې کمزورې شوې ده.

نوموړي ویلي، دوی اړ دي چې افغانستان د معاصرې ټکنالوژۍ پر مټ وڅاري، چې دمګړی دغه چاره هم له ستونزو او لګښتونو ډکه ده.

دی وايي، له همدې امله دوی افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.

امریکا وایي په دې برخه کې یې پراخې ديپلوماتیکې هڅې کړې دي خو تر دې دمه بې پایلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com