امریکا د جنکي وسایلو تولید کم کړی دی

11 حمل 1401 ساعت 9:20

امریکايي رسنۍ وایي، امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی.


امریکايي رسنۍ وایي، امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان ووتل، نو د ځينو ځانګړو چورلکو او وسلو تولید یې کم کړی دی او د راتلونکي او روان کال په بودیجه کې یې هم د لا ډېرو وسلو تولید ته ځای نه دی ورکړی.

د رسنیو د معلوماتو پر اساس په دې کې تر ډېره هغه چورلکې شاملې دي چې په افغانستان کې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کارول کېدې، چې اوس یې له قراردادي کمپنیو سره ځینې قرار دادونه لغوه شوي او یا یې د تولید شمېر د پام وړ کم شوی دی.

بلخوا امریکايي دفاعي چارواکي بیا وایي دوی لا هم د نظامي برخې ډېرې پیاوړتیا ته اړتیا لري، ځکه په اروپا کې روسیې یرغلیز حالت غوره کړی دی او په نړۍ کې ځينې نور هېوادونه هم له خطر سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com