افغان حکومت:

که نړیواله ټولنه مرسته وکړي مصمیم یو چې د نشه يي توکو د کرکیلې مخه ونیسو

19 حوت 1400 ساعت 10:57

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، که نړیواله ټولنه مرسته وکړي اسلامي امارت مصمیم دی، چې د نشه يي توکو د کرکیلې مخه ونیسي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، که نړیواله ټولنه مرسته وکړي اسلامي امارت مصمیم دی، چې د نشه يي توکو د کرکیلې مخه ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د کب ۱۸ مه د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې همدا اوس په افغانستان کې کابو پنځه میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي، چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

نوموړي ویلي، که چیري نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د طالبانو حکومت ژمن دی چې د مخدره موادو د کښت او کروندې مخه ونیسي.

ښاغلی حنفي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اونۍ کندهار ته د خپل سر پر مهال ویلي و، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونو تر چمتو کېدو پورې به له هغوی سره ګزاره وکړي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند زیاته کړې وه، افغان بزګران له اقتصادي اړخه ځپل شوي او په خبره یې د هغوی لپاره د کوکنارو کښت د بدیل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ جلبولو هڅې پيل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com