۰

مجاهد: د فرهنګ د ودې او ذهنیت جوړلو لپاره باید په ګډه کار وکړ

دوشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او مرکزي ویاند ذبیج الله مجاهد وايي، شل کلن اشغال ځوانان په فکري لحاظ يرغمل او ذهنونه یې خراب کړي دي.
مجاهد: د فرهنګ د ودې او ذهنیت جوړلو لپاره باید په ګډه کار وکړ
د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او مرکزي ویاند ذبیج الله مجاهد وايي، شل کلن اشغال ځوانان په فکري لحاظ يرغمل او ذهنونه یې خراب کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې په کندهار ولایت کې کړې او د ځوانانو د ذهنیت پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.

نوموړي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کې زیاته کړه، چې په تېر شل کلن اشغال کې ډېری نوی ځوانان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر فکري اشغال لاندې و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې د دې ټولو ذهنیت سمول وخت غواړي او د سمېدو لپاره یې بايد په ګډه کار ترسره شي.

ښاغلي مجاهد دا ډاډ هم څرګند کړ، چې خپلو دودونو، کلتور، رواجونو او افغاني فرهنګ ته به وده ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند و ویل، سمتي، ژبني، قومي او ټول تعصبات نور پای ته رسېدلي، هر افغان د بل افغان ورور دی او په ګډه به د وطن په جوړونه کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي