د افغانستان بانک د امریکا د خزانې وزارت د وروستي جواز هرکلی کړی

8 حوت 1400 ساعت 7:52

د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.


د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد بانک ویلي چې د امریکا دا اقدام به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز به ورسره له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د خصوصي بانکونو راکړه ورکړه هم خپل عادي حالت ته راوګرځي.
 
د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی.

د دې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
 
دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com